بغلان کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ملکی وګړي شهيدان کړي
امنیتي مسوولین وايي، چې تېره ورځ د بغلان مرکز اړوند، باغ شمال سيمه کې د ملکي وګړو په يو کرولا موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې، چې له امله يې څلور ملکي وګړي شهيدان او يو تن ټپي شوی دی.
دکاپیسا امنیه قومندانۍ اداري مدیر او د اي ټي انجینر په یو وسله وال برید کې شهیدان شول
د کاپيسا ولايت ځايي امنیتي مسوولین وايي، چې نن سهار د وسله والو طالبانو په یوه بريد کې د امنیه قومندانۍ اداري مدير او د اي ټي انجينر شهیدان شوي او د قومندانۍ ملکي معاون ټپي شوی دی.
کابل کې وسله والو غلویو ګلپوش موټر تښتولی
تېره ورځ مازيګر مهال د کابل ښار بره کي څلولارې تر څنګ، وسله والو غلو یو ګلپوش موټر تښتولی دی.
امنیتي مسوولینو پېښه تاييد کړې او وايي چې د نيولو لپاره یې هڅې روانې دي.
پولیسو کابل کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې
کورنیو چارو وزارت وایي، چې پولیسو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو غلو یوه درې کسيزه ډله نیولې ده.
د دغه وزارت په وینا، چې نيول شویو کسانو له څه مودې راهیسې ۱۲مې امنیتی حوزې، ۱۶مې امنیتي حوزې او بګرامیو ولسوالیو کې په بېلابېلو جرمی قضیو کې لاس درلود.
مذاکراتو ته دافغان حکومت ټیم چمتو دی
د سولې وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، دمذاکراتو د پیل لپاره د دولت مذاکره کوونکی ټیم له تخنیکي, محتوایي او لوجستیکي پلوه مذاکراتو ته بشپړ چمتو دی.
د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ کې ۱۷ طالبان وژل شوي
په شمال کې امنیتي مسوولین وایي، تیره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ پر پوستو بریدونه کړي وو چې ځوابي برید کې ۱۷ برید کوونکي ووژل شول.
امریکا: له افغانستانه د ټولو ځواکونر ویستل دقطر تړون عملي کولو پورې مشروط دي
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو شرطونه بیا په ډاکه کړل. خلیلزاد ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د طالبانو له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د شرایطو په عملي کولو پورې مشروط دي.
په ترکیه کې د ډوب شویو 12 نورو افغانانو جسدونه نن کابل ته راوړ کېږي
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ترکيې په وان سمندرګی کې د ډوبو شویو افغانانو له ډلې يې د ۱۲ نورو جسدونه نن کابل ته راوړل کېږي.
تر اوسه په ۵۹ پيدا شویو جسدونو کې ۳۰ د افغانانو دي او د پاتې کسانو د پيداکولو لپاره پلټنې روانې دي.
دایران او افغانستان ګډ پلاوي دخواف-هرات رېل پټلۍ له چارو لیدنه کړې ده
د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي چې د ولسمشر په لارښوونه د هرات والي وحید قتالي د ایران د رېللارو د ادارې له مرستیال سره یو ځای د افغانستان په خاوره کې د هرات-خواف رېل پټلۍ د جوړېدو له چارو لیدنه کړې ده.
دروان کال په لومړیو 6 میاشتو کې له ایرانه 400 زره افغان کډوال ایستل شوی وي
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د روان مېلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کې افغانستان ته ۴۲۰ افغان کډوال راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وينا، له دې ډلې شاخوا ۴۰۰ زره کډوال چې ډېره برخه يې غیر قانوني دي له ایرانه ایستل شوي دي.
امریکا له افغانستان د ټولو ځواکونر ویستل د قطر تړون عملي کولو پورې مشروط ګڼلي
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو شرطونه بیا په ډاکه کړل.
خلیلزاد ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د طالبانو له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د شرایطو په عملي کولو پورې مشروط دي.
دغزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې دولس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې افغان ځواکونو تېره شپه په خواجه عمري ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري پر دوی د برید پلان شنډ کړی، ۹ طالبان یې وژلي او ۳ نور يې ټپيان کړي دي.
دغه نښته کې د طالبانو ډاټسن موټر، دهشکه او نور وسایل هم له منځه وړل شوي.
خوست کې د 4 قوماندانانو په ګډون 18 تنه طالبان وژل شوي
د ملي امنیت ځانګړې قعې ویلي، تیره ورځ، طالبانو د خوست ولايت، موسی خيلو ولسوالۍ اړوند دوه منده او سور کلي په سيمو کې پر ملي امنیتي ځواکونو د بريدونو پلان درلود ، چې په ځوابي برید مې 18 تنه یې ووژل شول.
خوګیاڼو کې افغان دفاعي ځواکونو وسله وال طالبان په شا تمبولي
دننګرهارچارواکې وایی افغان کمانډو ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وسله وال طالبان په شا تنبولي دي او ددې ډلې یوه عراده ډاټسن موټراو د یو موټر سایکل د نیولو ترڅنګ یې ۱۱ کړۍ ځای پرځای شوي ماینونه هم کشف او لمنځه وړي دي.
کرونا ویروس؛ د24 ساعتونو په تېرېدو سره 5 ولایتونو 22 تنه مړه شوي
عامې روغتیا وزارت د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره، د هېواد په کچه درې ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۴۸ تازه مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت په وینا، یاده موده کې په ۵ ولایتونو کې ۲۲ تنو خپل ژوند هم د لاسه ورکړی.
په هېواد کې د کرونا مجموعي مثبتې پېښې ۳۶۰۳۶ ته ورسېدې.
روسیه دافغان سولې خبرو کوربتوب ته لېوالتیا لري
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي دي تر دا مهاله د بین الافغاني خبرو کوربه توب لپاره د روسیې له خوا هېڅ وړاندیز نه دی شوی خو روسیه د دغه خبرو کوربه توب ته لېوالتیا لري.
خوست کې د پولیسوله روزنیز مرکز څخه 62 پولیس افسران فارغ شول
خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۶۲ پوليس افسران فارغ شول. د مسوولینو په وینا، یاد پولیس افسران چې دوه ښځينه افسرانې هم پکې شاملې وې، دوه مياشتنۍ روزنیزه دوره پای ته ورسوله.
دناټو سفیر: پاکستان ته دافغان سولې پروسې ډیره ګټه رسیږی
افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر ویلي چې باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی او دسیمې هیوادونه باید له افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي.
وسله والو طالبانو تېره اونۍ 139 ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
د ملي امنیت شورا وایي، وسله والو طالبانو په تېره اونۍ کې ۴۰۱ تروریستی فعالیتونه کړي، چې له امله يې ۴۶ ملکي وګړي شهيدان او ۹۳ نور ټپيان شوي دي.